۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

ترهګریز بریدونه د افغان سولې لپاره د امریکا روانې هڅې نه شي زیانمنولی

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
بګرام کې پر امریکايی ځواکونو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي ترهګریز بریدونه د افغان سولې لپاره د امریکا روانې هڅې نه شي زیانمنولی.
ترهګریز بریدونه د افغان سولې لپاره د امریکا روانې هڅې نه شي زیانمنولی
بګرام کې پر امریکايی ځواکونو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي ترهګریز بریدونه د افغان سولې لپاره د امریکا روانې هڅې نه شي زیانمنولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون دوشنبې د وري ۱۹ مه ماښام مهال څه باندې پنځه بجې افغانستان کې بګرام اډې ته څېرمه پر امریکايي ځواکونو چاودنه شوه.

ځايي چارواکو ویلي و دا ځانمرګی برید وشو، چې د امریکايي ځواکونو په کاراون شوی خو افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو ویلي د سړک د غاړې ماین چاودنه وه.

افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي په دغه چاودنه کې د یوه قراداري په ګډون څلور امریکايي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکه غندلی او دا یې یوه خواشنوونکې پېښه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د امنیت لپاره حضور لري او دوی هڅه کوي، چې دغه هېواد ته ثبات راولي.

مایک پمپیو ټینګار کړی، چې ترهګریز بریدونه د افغان سولې لپاره د امریکا پر روانو هڅو اغېز نه شي کولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او په دغه هېواد کې دایمي سوله او ثبات راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي