۰

جلال آباد کې غبرګو چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۵
سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جلال آباد کې غبرګو چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن شنبې د وري ۱۷ مه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دواړو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا وژل شوي کسان دوه مېرمنې او یو نارینه دي او ټپیان ټول روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

خوږیاڼي د چاودنو د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

خو ځینې سرچینې وايي، لومړی چاودنه د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې د اطفايې کوڅه کې د سرحدي پولیسو پر رنجر موټر باندې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې ۳ سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

بل خوا یوه بله سرچینه وايي، چاودنې به چهل متره سړک رامنځ ته شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي