۰

دفاع وزارت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
دفاع وزارت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل
ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وري ۱۷ مه په خبرپاڼه کې ویلي، چې آبکمري ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، خو سقوط شوې نه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، وسله والو طالبانو پرون شپه په یاد ولسوالۍ بریدونه کړي و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي دي.

دفاع وزارت وايي، سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره ملکي خلکو ته د تلفاتو له اوښتو پرته سیمې له طالبانو پاکې شوې او هغوی په شاه تمبول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د بادغیس په آبکمري او بالامرغاب ولسوالۍ کې له څو برخو بریدونه پیل کړي دي.

په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره یې لا هم نه ده معلومه.

ویل کېږي، د بالامرغاب په جګړه کې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې یو مهم قوماندان قاري فواد مشهور په کبرا هم وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي