سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار کې د اهل تشیع مرکزي امام باري مخ ته چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعې د لمانځ پر مهال د امام باري مخې ته موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو له امله رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد غزیزي وايي، د ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې مرکزي امام باري مخې ته هغه مهال چې لمونځ کوونکي تګ په حال کې و چاودنه رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي خو عیني شاهدان وايي درې تنه ټپیان شوی، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار