۰

د کرنې وزارت سږ کال ۵۶ زره مېرمنو ته کاري فرصت برابروي

پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۳
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۸ کال کې لسګونه پروژې پیل او دغه راز ۵۶ زره مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړي.
د کرنې وزارت سږ کال ۵۶ زره مېرمنو ته کاري فرصت برابروي
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۸ کال کې لسګونه پروژې پیل او دغه راز ۵۶ زره مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني کابل کې د کرنې د ترویج په پنځم ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي دراني و ویل، که څه هم تېرو کلونو په ځانګړې توګه تېر کال وچکالۍ په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته سخت زیانونه اړولي، خو بیا هم د کرنې وزارت توانېدلی، چې د یو شمېر پروژو په پلي کولو سره د ګڼو ستونزو مخنیوی وکړي.

نوموړي و ویل، چې تېر کال د وچکالۍ له امله په هېواد کې د کرهنې وده ۰.۹ سلنه او دغه وزارت د غنمو د تولید په برخه کې ټاکل شوي حد ته ونه رسېدو خو بیا هم په ټول کې د کرنې د یو شمېر پروژو د پلي کولو له امله هېواد ته د کرنیزو محصولاتو په وارداتو کې ۱.۷ سلنه کموالی راغلی، چې دا خپله یو پرمختګ دی.

د هغه په وینا کرنې وزارت په تېر کال کې خپله انکشافي بودیجه ۹۵ سلنه بودیجه لګولې او ګټورو پروژو په پلي کولو سره توانېدلی د څارویو او په ځانګړې ډول د چرګانو ناروغیو د ناورین مخینوی وکړي.

د کرنې وزیر په روان ۱۳۹۸ کال کې د خپلو پلې کېدونکو پروژو څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل وزارت په پام کې لري، چې دغه کال د هېواد پلازمېنه کابل او په بېلا بېلو ولایتونو لسګونو پروژې پلې کړي.

د سړو خونو جوړول، د دریو سیلوګانو جوړو، د بادام باغ پروژه په لابراتور سمبالول، څلور عصري مسلخونه جوړول، کابل کې د ۳۰ زره لېتره شیدو د تولید فابریکه جوړو، د اوبو مدیریت، ۱۸ سوه د پیستې باغونه جوړول، ۲۰ د کابانو فارومونه، د جلغوزو او چارمغزو ونو کېنول هغه پروژې دي، چې د دراني په وینا سږ کال به پلې شي.

دغه راز د کرنې وزیر وویل وزارت په پام کې لري سږ کال ۵۶ زره مېرمنو ته د کرنې او مالدرای په برخه کې د کار او بزګرانو ته د قرضې ورکولو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د کرنې وزیر نصیر احمد دراني په پانګوالو غږ وکړ، چې راشي د هېواد د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي او په وینا یې وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې ورسره پوره مرسته او همکاري وکړي او قرضه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي