اسیایي پراختیا بانک تر راتلونکو دریو کلونو پورې له افغانستان سره د دوه میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا ژمنه د بانک رییس سامویل تویموا کابل کې د اوبو درې ورځني ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې ده.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د آسیايي پراختیا بانک فعالیتونه، د کرنې او طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول اوبه، برېښنا او ترانسپورت برخو کې ترسره کېږي.
د هغه په وینا د کرنې سکتور او طبیعي زېرمې په ځانګړي ډول اوبه د آسیايي پراختیا بانک د مرستو د استراتیژۍ یوه مهمه برخه جوړوي چې له افغانستان سره کېږي.
ښاغلي تویموا و ویل«یوه لویه پروژه چې موږ ورباندې کار کوو د ارغنداب پروژه ده، چې ورباندې ۶۷۰ میلیون ډالره لګښت راځي.»
دی وايي، تېر کال په افغانستان کې د ورښتونو کچه خورا لوړه وه او دا هیواد د خپلو اوبو د مدیریت لپاره زیات کار او همکارۍ ته اړتیا لري.
باید و ویل شي، افغان حکومت د خپلو اوبو د سرچینو د مدیریت او پراختیا او په دې برخه کې د ننګونو او فرصتونو د څېړلو لپاره د سېشنبې په ورځ په کابل کې د اوبو پنځم ملي کنفرانس جوړ کړ، چې تر سبا پنشنبې پورې به دوام وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل