۰

عاطف مشعل له مولانا فضل الرحمن سره کتلي

سی شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۸
اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
عاطف مشعل له مولانا فضل الرحمن سره کتلي
اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې ښاغلي مشعل پر خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې له مولانا فضل الرحمن سره یې نن سه شبنې د وري ۱۳ مه په خپل دفتر کې لیدلي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې یې د سیمې د روانو حالاتو، د افغانستان د سولې او دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي.

ښاغلي مشعل ویلي دواړو پر دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او افغان حکومت په مشرۍ پرمخ ولاړه شي.

دغه راز دواړو لورو پر دې هم ټینګار کړی، چې  ګاونډي او نور هېوادونه باید د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه وګوري او همدارنګه د یوبل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي