په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست نه خپاره شوي معلومات وايي، عبدالله پرون یکشنبې د وري ۱۱ مه په سپېدارماڼۍ کې له جنرال مېلر سره وکتل او دواړو پر سوله او یو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
سرچینه د جنرال مېلر له قوله وایي، دوی د داسې یو سولې په لټه کې دي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ او تل پاتې عادلانه سوله وي.
نوموړي ټینګار کړي، چې له افغان ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ او له ترهګرۍ سره مبارزه به په جدي توګه دوام ولري.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان، امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ اړیکې مضبوطې او پر ګډو ګټو ولاړې دي، چې دوام به ولري.
ډاکتر عبدالله هم له مېلر او د افغانستان د نړیوالو همکارانو له مرستیو او همکاریو د مننې تر څنګ و ویل چې سوله د افغان حکومت او افغان ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې د امریکا هڅې د ستاینې وړ دي.
ښاغلي عبدالله هم ټینګار وکړ، چې د افغانستان، امریکا او نړیوالو ملاتړو تر منځ اړیکې کلکې او پر ګټو ګډو ولاړې دي، چې همداسې به دوام ولري.
د افغان حکومت اجرائیه رییس له افغان ځواکونو څخه د جنرال مېلر د ملاتړ او ژمنو څخه مننه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل