۰

جنرال دوستم د هېواد شمال ته راغلی دی

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ترکیې له سفر څخه د افغانستان شمالي مزار شریف ولایت ته رسېدلی دی.
جنرال دوستم د هېواد شمال ته راغلی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ترکیې له سفر څخه د افغانستان شمالي مزار شریف ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوستم دفتر نن شنبې د وري ۱۰ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلی دوستم د شمالي ولایتونو د امنیت شرایطو د جاج اخیستو په موخه مزار شریف ته رسېدلی دی.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج پر فسبوک پاڼه زیاته کړې، چې ښاغلی دوستم به د شمالي ولایتونو د بېلا بېلو سیمو له خلکو سره پر ملي مسایلو لیدنې او خبرې اترې ولري.

دغه راز ویل شوي، چې نوموړی به دغه راز د شهیدانو، بې ځایه شویو او طبعي پېښو ځپلو کورنیو سره هم وګوري او خواخوږي به ورسره وکړي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، جنرال دوستم د حیرتان بندر له لارې د مزار شریف مرکز بلخ ته رسېدلی او ښایي وروسته جوزجان ته هم سفر وکړي.

باید و ویل شي، چې ښاغلی دوستم دوه کاله وړاندې د ولسمشر غني سره د اړیکو د خرابوالي له امله ترکیې ته ولاړ خو هغه مهال چې د هغه یو پیاوړی قوماندان نظام الدین قیصاري د حکومت له خوا ونیول شو او په شمال کې یې د خلاصون لپاره لاریونونه پیل شول دوستم له ترکیې، کابل ته راغی.

هغه کابل ته له راتګ وروسته هم خپل دفتر ته نه تله او تر څو میاشتې ځنډ وروسته بېرته ترکیې ته ولاړ چې اوس یو ځل بیا راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي