۰

امریکا هڅه کوي د جیش محمد ډلې مشر په تور لېست کې شامل کړي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
اسوشیټېډ پرس راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي په پاکستان کې د مېشتې سخت دریځه ډلې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شي.
امریکا هڅه کوي د جیش محمد ډلې مشر په تور لېست کې شامل کړي
اسوشیټېډ پرس راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي په پاکستان کې د مېشتې سخت دریځه ډلې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسوشیټېډ پرس هغه سند لیدلی، چې په کې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه په تور لېست کې د مسعود اظهر د شاملېدو غوښتنه کړې.

د دغه پرېکړه لیک مسوده چې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو وېشل شوې، په کې غوښتنه شوې، چې د مسعود اظهر پر سفر باید بندیزونه ولګول شي او شتمنۍ یې کنګل شي.

امریکا ویلي ځکه په تور لېست کې د اظهر د شاملېدو غوښتنه کوي، د ده ډلې په هند کې د وروستي برید مسوولیت په غاړه اخیستی او په نورو ګڼو ترهګریزه بریدونو کې لاس لري.

پرېکړه لیک کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د ترهګرۍ د دغه پېښې عاملان، تنظیموونکي، مالي ملاتړ او مرستندویان باید مسول و بلل شي او عدالت ته راکش شي.

خو د امریکا د دغه هڅې پر وړاندې چین ستر خنډ دی او څه موده وړاندې یې هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه کار مخه ډپ کړې وه.

باید و ویل شي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر کې جیش محمد ډله له القاعده او طالبانو سره د اړیکو په خاطر د بندیزونو په تور لېست کې شامله کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي