۰
کابل کې د امریکا سفیر:

طالبانو سره د موقت حکومت خبره نه دي شوې، د هغوی ټولې خبرې د باور وړ نه دي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۸
کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، دوی په قطر کې له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.
طالبانو سره د موقت حکومت خبره نه دي شوې، د هغوی ټولې خبرې د باور وړ نه دي
کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، دوی په قطر کې له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بس دغه څرګندونې نن سه شنبې د وري ۶ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې طالبان په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه ناوړه تبلیغات کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې خبرو کې د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي شوې او د طالبانو ټولې خبرې د باور وړ نه دي.

کابل کې د امریکا سفیر ویلي، چې د دوی موخه د افغان شخړې هواری دی او د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې باید وساتل شي.

جان بس دا هم ویلي، چې امریکا هېڅکله د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه کوي، بلکې افغانان باید خپله شخړه خپله هواره کړي.

د هغه په وینا امریکا له طالبانو سره یوازې پر هغو موضوعاتو خبرې کوي، چې د دوی اړوند دي.

د امریکا سفیر دا هم زیاته کړې، چې له طالبانو سره د خبرو ټول جزیات یې له افغان حکومت سره شریک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي