۰

کابل کې د طالبانو یو پوځي مسوول وژل شوی دی

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د ملي امنیت ریاست وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په کابل کې د طالبانو یو پوځي مسوول وژل شوی دی.
کابل کې د طالبانو یو پوځي مسوول وژل شوی دی
د ملي امنیت ریاست وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په کابل کې د طالبانو یو پوځي مسوول وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن سه شنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عملیات ځانګړو افغان ځواکونو تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو یو پوځي مسوول ملا رشید له خپلو څلورو طالب ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي، د عملیاتو پر مهال نښته هم رامنځ ته شوې، چې په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا عملیات څه وخت او په نښته کې څومره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي