۰

ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې دوه غیر مسوول وسله وال نیولي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو قطعې ننګرهار ولایت کې دوه تنه غیر مسوول وسله وال له لسګونه میله وسلو او تجهیزاتو سره نیولي.
ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې دوه غیر مسوول وسله وال نیولي
کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو قطعې ننګرهار ولایت کې دوه تنه غیر مسوول وسله وال له لسګونه میله وسلو او تجهیزاتو سره نیولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه دوه غیر مسوول وسله وال تېره شپه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي یادو ځواکونو په بهسود ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د نظام الدین او وزیر الدین په نومونو دوه غیر مسوول وسله وال ونیول.

سرچینه کاږي، چې له دې کسانو څخه ګڼې وسلې او نور نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شویو کسانو په ډېرو قتلونو، انسان تښتونو او وسله والو غلاو کې لاس درلود، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي