خیتځ کې پوځي چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په تازه عملیاتو کې ۸۷ داعشیان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات پرون دوشنبې د وري ۵ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.
پوځي چارواکي وايي، په دغه عملیاتو کې ۸۷ داعش جګړه مار وژل شوي، افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پرون ویلي و، چې د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو سیمه کې د داعش یو پنجابي قوماندان فاروق اسلم له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی وو.
دغه راز د والي ویاند په یاد ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا تراب چې د ده په وینا د ۴۰ کسیزه ډلې مشر و هم نیول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار