۰
بېل ګېټس:

طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې ستر خنډ دي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
د نړۍ تر ټولو شتمن او د پولیو واکسین ستر مالي ملاتړ کوونکی بلګېټس وايي، طالبان د پولیو واکسینو د تطبیق په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی.
طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې ستر خنډ دي
د نړۍ تر ټولو شتمن او د پولیو واکسین ستر مالي ملاتړ کوونکی بلګېټس وايي، طالبان د پولیو واکسینو د تطبیق په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي دوی هڅه کوي، په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې صفر ته ورسوي، خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم د دې خطرناکې ناروغۍ رېښې شته دي.

خو په وینا یې طالبان د دغه واکسین د تطبیق په لار کې تر ټولو ستر خنډ دي او د دوی کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې پولیو ضد واکسین کلیو او بانډو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان د پولیو ناروغۍ پر ضد هېڅ تګلاره نه لري، چېرته یې چې زړه وي اجازه ورکوي او چې نه یې وي، مخه یې نیسي.

بلګېټس هیله ښودلې، چې په راتلونکو کلونو کې دغه ناروغي صفر ته راښکته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي