د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې پر وړاندې تر ټولو سترخنډ د اوسني حکومت مشران دي او ان د سولې په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا هڅې هم تخریبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن دوشنبې د وري ۵ مه بلخ کې د مارشام محمد قسیم فیهم د پنځم تلین په یاد غونده کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه د خپلو په لومړي سر کې د بلخ د پخواني والي او جمعیت ګوند د اجرائیه مشر عطامحمد نور د والایت پر مهال د هغه کړنې وستایلې او ویې ویل که د ښاغلي نور مدیریت او زیار ایستنه نه وای نو نن به په بلخ کې یو ښه نوی کال نه لمانځل کېده.
ښاغلي اتمر د بلخ د امنیه قوماندان پر سر راپورته شوې ستونزې ته په اشارې سره و ویل، چې حکومت له ښاغلي عطامحمد نور سره پر کړو ژمنو یو په بل پسې پښه اېښې او ان پر داسې ناځوانه او نامردانه کړنو یې لاس پور کړې چې هېچا ته د منلو نه دي.
نوموړي و ویل«د حکومت له خوا د بلخ په موضوع کې د قوې استعمال نه یوازې غندم، بلکې دا یوه ژمن ماتونه او ناوړه عمل بولم، خو ډاډ درکوم، (عطامحمد نورته) چې موږ او د افغانستان ولس د تاسو تر څنګ ولاړ دی.»
د هغه په وینا د خلکو پر وړاندې وسله کارول یو جنایت او د ملي ګټو خلاف مل دی او حکومت د دې پر ځای باید له ښاغلي نور سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.
د سولې او اعتدال د ټیم مشر د خپلو خبرو په دوهم برخه کې د سولې موضوع ته اشاره وکړه او سوله یې د افغان ولس لومړنۍ اړتیا وبلله، چې په وینا یې ولس نور د دغه جنایتونو او تپل شویو جګړو توان نه لري.
نوموړي و ویل، چې د دوی ټیم د سولې کلک ملاتړی دی او د یوې داسې سولې په لټه کې دي، چې په کې د افغانستان، افغان ولس ابرو او غزت، او اسلامي جمهوري نظام په کې خوندي او ټولو ته په کې خپل حق رسېدلی وي.
ښاغلي اتمر په ورته وخت د سولې په برخه کې حکومت په خنډونو رامنځ ته کولو تورن کړ او ویې ویل، چې د حکومت مشران د خپلو سیاسي او ډلیزو اهدافو لپاره د سولې مخالفت کوي او پر وړاندې یې خنډونه جوړوي.
د هغه په وینا حکومت نه یوازې د بین الاافغاني مذاکراتو مخینوی کوي، بلکې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او ان د امریکا د هڅو تخریب ته هم ملا تړلې ده.
نوموړي د حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې نور د خپل قدرت د بقا له پاره د سولې له تخریبه لاس په سر شي او پر ځای یې په رښتیا د سولې لپاره کار وکړي.
هغه دا هم و ویل، چې د جوزا له لومړي نېټې وروسته له اساسي قانون سره سم اوسنی حکومت مشروغیت نه لري او باید سرپرست یا موقت حکومت رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان