۰

سږ کال به ۳.۷ میلیونه له زده کړو بې برخې ماشومان ښوونځیو کې جذب شي

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وایي، روان ۱۳۹۸ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان چې له ښوونځیو بیرون دي ښوونځیو ته جذب شي.
سږ کال به ۳.۷ میلیونه له زده کړو بې برخې ماشومان ښوونځیو کې جذب شي
د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وایي، روان ۱۳۹۸ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان چې له ښوونځیو بیرون دي ښوونځیو ته جذب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي چې نن دوشنبې د وري ۵ مه د ۱۳۹۸ تعلمي کال د پیل په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې تېر کال د دوی ټوله هڅه پر دې وه، چې د معارف ځایګی وڅېړي او وکولی شي یو ځواب ویونکی معارف رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه، په معارف کې پراخ اصلاحات، د خلکو او نړیوالو بنسټونو ملاتړ د دې سبب شوی، چې تېر کال د معارف د کیفیت او کمیت لپاره پراخ ګامونه اوچت شوي دي.

د هغه په وینا اوس هم په معارف کې د اصلاحاتو، ښه کیفیت او کمیت په طرحه کار روان دی تر څو د هېواد د معارف د پرمختګ لپاره یوه منطقي او مثبته کړنلاره وړاندې شي.

دی زیاتوي، دا مهال ټوله هڅه دا ده، تر چې په هېواد کې یو کیفیت او کمیت لرونکی، ظرفیت لرونکی او غیر سیاسي معارف رامنځ ته شي.

ښاغلي بلخي د نویو زده کوونکو د جذب په اړه و ویل، چې د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې سږ کال به نېږدې یو میلیونو نوي ماشومان ښوونځیو ته جذب شي او دغه راز به  ۳.۷ میلیونه هغه ماشومان هم چې زده کړو ته لاس رسي نه لري په ښوونځیو کې جذب کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، دغه وزارت هڅه کوي، چې معارف د دغه لسیزې تر پای ته رسېدو پورې هېڅ ماشومان هم له ښوونځي محروم پاتې نه شي.

دی وايي، چې دا مهال د د حکومت د ملکي خدماتو ۷۰ سلنه معارف وړاندې کوي او په وینا یې که چېرې معارف اصلاح شي نو دا په دې مانا ده، چې د هېواد ۷۰ سلنه ملکي خدمات اصلاح شوي دی.

په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر د حکومت پر مشرتابه غږ وکړ، چې ښوونکو ته د استونګې د ځایونو او معاشونو د لوړولو زمینه برابره کړي تر چې هغوی له فکري او رواني لحاظه په ارامه توګه زده کوونکو ته تدریس وکړي.

د وزیر په وینا دا مهال ګڼ شمېر ښوونکي د همدغه او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی په ښه توګه تدریس وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي