سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو پاکستانۍ قوماندان چې د پنجاب اوسېدونکی دی، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه داعشي قوماندان اسلم فاروقي نومېږي او د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلم فاروقي تېره شپه (د وري ۴مه) د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
خوږیاڼی وایي، اسلم فاروقي په اچین ولسوالۍ کې د داعش قوماندان و او په دغه برید کې د نورو داعشیانو تر څنګ د هغوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ چارواکو هم د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښته کې د ۱۶ داعشیانو د وژل کېدو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار