۰

پولیسو کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي دي.
پولیسو کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي
کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نشه يي توکو دغه پلورونکي د کابل ولایت د نهمې، لسمې حوزو او دغه راز د ارغندي په چوک کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو یوه اندازه نشه يي او الکولي توکي، چې په یوه موټر کې یې اېښي و کشف او ضبط شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي،د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې هم د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو، یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې له یاد کس څخه یو شمېر وسلې هم د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي