۰

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشران مزار شریف ته ولاړل

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشران په یوه لویه غونډه کې د ګډون په موخه مزار شریف ښار ته رسېدلي دي.
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشران مزار شریف ته ولاړل
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشران په یوه لویه غونډه کې د ګډون په موخه مزار شریف ښار ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، حنیف اتمر، یونس قانوني، او د دغه ټیم یو شمېر نور مشران نن دوشنبې د وري ۵ مه مزارشریف ښار ته ورسېدل.

دوی به په هغه لویه غونډه کې ګډون او وینا وکړ، چې د شهیدانو د یاد ورځې په موخه جوړېږي.

د سولې او اعتدال د ټیم مشران پر داسې مهال مزارشریف ته ځي، چې څو موده وړاندې د دغه ولایت د امنیه قوماندان د بدلون پر سر د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور او حکومت تر منځ اختلافات راپورته شول.

ښاغلي نور هغه مهال ویل، چې حکومت له دوی سره په کړو توافقاتو عمل نه کوي، بلکې د زور له لارې هڅه کوي، چې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي