ننګرهار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان کړل

5 حمل 1398 ساعت 9:44

په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي.


په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د وري ۵ مه سهار مهال د مرکز جلال آباد ښار د لومړی ناحیې اړوند سیمه کې کامران پلازا ته څېرمه د یوه شخصي معاینه خونې مخې ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي د معاینه خونې مخې ته ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ښځې او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

دوی وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 114759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com