راپورونه وايي، د مالي هېواد پلازمېنه کې د یوه وسله وال برید پر مهال ۱۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور ورکړی، چې دغه برید نن سهار شاوخوا ۴ بجې د مالي د مرکز اړوند د اوګوساګو په کلي کې رامنځ ته شوی دی.
په راپور کې ویل شوي وسله والو کسانو دغه کلی کلابند کړی و او سهار څلور بجې یې پرې برید کړی دی، چې په ترڅ کې یې ۱۳۰ تنه وژل شوي.
د یادې سیمې یوه ښاروال رویټرز ته ویلي په دغه وسله وال برید کې د اوګاسوګو کلی په مکمل ډول تخریب شوی دی.
باید و ویل شي، چې په تېره جنوري میاشت کې هم په یوه وسله وال برید کې ۱۰ کسه وژل شوي و.
جمهورخبري آژانس:کابل