۰

پاکستان لا هم خپله فضا د الوتنو پر مخ تړلې ده

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده خو ښايي د دې اوونۍ په لړ کې پرانیستل شي.
پاکستان لا هم خپله فضا د الوتنو پر مخ تړلې ده
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده خو ښايي د دې اوونۍ په لړ کې پرانیستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې له لوري نن شنبې د وري ۳ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د پاکستان فضا د فبرورۍ میاشتې له ۲۷مې راهيسې د هوايي ترافیک پر مخ تړلې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوي د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د ستونزې له پیله د پاکستان له اړوندې ادارې سره د ډيپلوماتیکو او پرله پسې اړیکو له لارې دا موضوع تعقیب کړې څو د حل لار ورته پیدا شي.

سرچینه زیاتوي د پاکستان فضا له تړل کېدو وروسته د هوايي چلند ادارې د هېواد سوېل لوېديځ مسیر له لارې د ایران له فضا بدیل مسیر پرانیست څو هند ته د هېوادوالو تګ له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هوايي ملکي چلند اداره دا موضوع په دوامداره توګه تعقیبوي او ټولو هوايي شرکتونو ته یې لارښوونه کړي چې د لارې اوږدوالی باید د ټکټ له بیو سره نږدې تناسب ولري او د لوړېدا مخنیوی یې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي