۰
د ټرمپ لور خلیلزاد ته!

د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو ګډون حتمي دی

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو ګډون حتمي دی
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ایوانکا ټرمپ له خلیلزاد سره په دې لیدنه کې پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

ایوانکا ټرمپ د سولې په پروسه کې د افغان مېرمنو پر ګډون ټینګار کړی او خلیلزاد ته یې ویل، چې په دغه خبرو کې د افغان مېرمنو ګډون حتمي دی.

هغې ټینګار کړی، چې د سولې په خبرو کې باید افغان مېرمنې ونډه ولري.
 
باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر ایوانکا ټرمپ وړاندې، د روسیې، چین، اروپايي ټولنې له استازو او دغه راز د افغانستان، پاکستان او انګلستان له سفیرانو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي