د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي له سولې وروسته به افغانستان بیا د جګړې په ډګر بدل نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې د امریکا، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله تر ناستې او خبرو وروسته رسنیو ته کړې دي.
د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ له تېرو څو ورځو راهیسې واشنګټن کې خبرې روانې وې، چې نن پای ته رسېدلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، څلور واړو خواو پر افغان سوله او په دغه هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو پر سر بحثونه کړي دي.
د ناستې ګډون کوونکو ویلي، دوی د افغانستان حکومت او د دغه هېواد ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی لري او غواړي چې د سولې ټول موارد د قوانینو په چوکاټ کې پرمختګ وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د سولې روانو خبرو ته هیله مندي ښودلې او د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ یې کړی دی.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ کړي نو ځکه د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې، چین او روسیې همکاري اړینه بولي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي کابلوف تر دغه ناستې وروسته رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور بې ګټې دی.
د هغه په وینا امریکايي ځواکونه وایي چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي، خو د دوی په حضور کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوې او جګړې تر پخوا تودې شوې دي.
د روسیې ځانګړي استازي ویلي، امریکا یوازې په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور غواړي، له دې ور هاخوا د دوی حضور د افغانستان امنیت ته هېڅ راز ګټه نه ده رسولې.
کابلوف ټینګار کړی، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو او سولې تړون سره به دغه هېواد ته بېرته جګړه را و نه ګرځي.
نوموړي ویلي افغانستان به ځکه بیا جګړو ته ونه ګرځي، چې د سیمې هېوادونه د دغه هېواد له قانوني حکومت ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوي يو.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ټینګار سره ویلي، چې د سولې خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي او امریکايي ځواکونه دې له افغانستان و وځي.
جمهورخبري آژانس:کابل