۰

قندو کې د طالبانو پر مهمو پټنځایونو بریدونه شوي دي

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر مهمو پټنځایونو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
قندو کې د طالبانو پر مهمو پټنځایونو بریدونه شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو پر مهمو پټنځایونو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو د قندوز ولایت د ګل تپې ولسوالۍ په قوماندان داوود او تلوکه کلیو کې عملیات پیل کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۷ قوماندانانو په ګډون ۵۸ وسله وال طالبان وژل شوي، چې ۱۵ تنه یې په کې د سرې قطعې جنګیالي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي هم شتون لري او عملیات لا هم روان او د طالبانو مهم پټنځایونه کلابند دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال لسګونه کلي له طالبانو پاک شوي او تر هغه به روان وي، تر چې ټوله ولسوالي له طالبانو پاکه شوې نه وي.

وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل، چې په دې جګړه کې پنځه کمانډو سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي