۰

کندهار کې ماین چاودنې پنځو ته تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ماین چاودنې پنځو ته تنو ته مرګ ژوبله اړولې  ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د وري دوهمه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په چنار کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان ویلي د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ غړي خپل موټر کې د نوي کال د خوښیو لمانځلو په موخه چېرته روان و، چې د سړک د غاړې اېښي ماین پر چاودنه کړې.

نوموړي ویلي، چې په دغه چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه نور سخت ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي