۰

امریکا،چین، روسیې او اروپايي ټولنې پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او سولې په اړه خبرې اترې شوې دي.
امریکا،چین، روسیې او اروپايي ټولنې پر افغان سوله خبرې کړې دي
د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او سولې په اړه خبرې اترې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، څلور واړو خواو پر افغان سوله او په دغه هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو پر سر بحثونه کړي دي.

د ناستې ګډون کوونکو ویلي، دوی د افغانستان حکومت او د دغه هېواد ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی لري او غواړي چې د سولې ټول موارد د قوانینو په چوکاټ کې پرمختګ وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د سولې روانو خبرو ته هیله مندي ښودلې او د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ یې کړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ کړي نو ځکه د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې، چین او روسیې همکاري اړینه بولي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې استازي ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او دایمي سولې د راتګ پلویان او ملاتړي دي.

د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې استازي پر داسې مهال پر افغان سوله د خبرو لپاره سره جرګه کېږي، چې کېدای شي، د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې یو ځل بیا پر افغان سوله خبرې پیل شي.

که څه هم تر اوسه د دغه خبرو کره نېټه نه ده معلومه خو وړاندې تر دې د قطر په ۱۶ ورځنۍ ناسته کې دواړو لورو ویلي و، چې د خبرو د دوام لپاره به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې سره جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي