۰
عطا محمد نور:

ارګ غوښتل بلخ کې بحران رامنځ ته کړي

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور بلخ کې وروستیو کړکېچونو ته په اشارې سره وايي، ارګ په بلخ کې د بحران رامنځ ته کولو دسیسه جوړه کړې وه.
ارګ غوښتل بلخ کې بحران رامنځ ته کړي
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور بلخ کې وروستیو کړکېچونو ته په اشارې سره وايي، ارګ په بلخ کې د بحران رامنځ ته کولو دسیسه جوړه کړې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د نوي کال د رارسېدو په ویاړ په خپاره کړي پیغام کې ولس ته د نوي کال مبارکۍ تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې دغه کال په افغانستان کې د سولې او ولس د آرامۍ کال شي.

هغه وایي، که څه هم واک او ځان غوښتونکي سوله تخریبوی او پر وړاندې یې خنډونه جوړوي خو تمه ده، چې د سولې پروسه مثبته او عملي جنبه خپله کړي.

نوموړي په دغه پیغام کې په مزارشیف کې وروستیو ستونزو رامنځ ته کېدو ته په نغوتې ویلي ارګ غوښتل بلخ کې بحران رامنځ ته کړي، خو په خپل دام کې بند پاتې شول.

ښاغلي نور وايي، ځینې پر ده له دې امله نیوکه کوي، چې ولې یې پر امنیه قوماندانۍ د اعلی سرقوماندانۍ د یرغل پر وړاندې جګړه ونه کړه او ولې د ارګ سره تصمیم سره څنګ ته شو، خو په وینا یې وجدان ورته دا جازه نه ورکوي، چې پر امنیتي سرتېرو ډزې وکړي.

هغه ویلي«وجدان مې اجازه نه راکوي، چې د وسلې او مرمۍ په لرو سره په داسې حال کې، چې بې وسلې یم او که احیانآ ویې هم لروم، پر هغه سرتېرو، چې شپه ورځ د هېواد د آزادۍ او خلکو د دفاع په خاطر یې سینه سپر کړې وکاروم، دا مې وجدان نه مني.»

نوموړي وړاندې زیاتوي«هر څوک ما ماته بللی بولي، استدلال کوي، چې عطا جګړه ونه شوی کړی، قومانداني یې ورڅخه ونیوله، هر څه چې وايي، و دې وايي، ولې زه دا ویاړ لرم، چې د خپلو اولادونو پر وړاندې ونه جنګېدم، که نه کولی مي شوی د ارګ د دغه دسیسې پر وړاندې څو میلیونه کسان راغونډ او پر وړاندې یې ودرېږم.»

د جمعیت ګوند د بلخ د امنیه قوماندان لرې کول او پر ځای یې د بل ګومارل له شرمه ډګ عمل وباله او ویې ویل، چې امنیه قوماندان د سمینار په پلمه کابل ته غوښتل شوی و او د هغه او ما سره تر همغږۍ پرته یې یو بل کس بلخ ته لېږلی وو.

نوموړي ټینګار کړی، چې د بلخ له نوي امنیه قوماندان سره نه پېژني او نه هم کومه ستونزه وسره لري، بلکې د اوږده عمر دعا ورته کوي، خو په وینا یې ستونزه یې د ارګ سره ده هغه هم د هغې تړون پر سر چې ارګ له بلخ سره کړي دي.

ښاغلي نور ویلي، چې ارګ په دې دسیسې سره غوښتل بلخ کې جنجال رامنځ، پنځوس سل کسان و وژل شي، دوکانونه چور شي مارکېټه اور واخلي او ما په همدې عمل کې ورګډ او بیا غچ رانه واخلي، خو ما دا کار ونه کړل، بلکې په دام کې هغه کسان ګیر شول، چې خپله یې دام جوړ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي