۰

افغان او هندي پوهنتونونه په انلاین بڼه سره نښلول کېږي

چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۷
په انلاین ډول د افغانستان او هند د پوهنتونونو د نښلولو تړون د افغان او هندي چارواکو تر منځ کابل کې لاسلیک شو.
افغان او هندي پوهنتونونه په انلاین بڼه سره نښلول کېږي
په انلاین ډول د افغانستان او هند د پوهنتونونو د نښلولو تړون د افغان او هندي چارواکو تر منځ کابل کې لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون پرون سه شنبې د کب ۲۸ مه د افغانستان د لوړو زده کړو او د هندوستان د انکشاف د وزارت د چارواکو تر منځ لاسلیک شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د دغه تړون له مخې به د افغانستان پوهنتونونه د" سوایم"     (SWAYAM) په نوم د هندوستان د زده کړو سیستم ته لاس رسی ترلاسه کړي.

د یاد وزارت ویاند فیصل امین وايي، د تړون د لاسلیک هدف د هندوستان د علمي او تعلیمي موسسو سره د اړیکو لا ټینګیدل او د دغو دوو هیوادونو ترمنځ په الکټرونیکي بڼه د زده کړو د بهیر پراخیدل دي.

نوموړی زیاتوي هغه پوهنتونونه، چې په لومړي پړاو کې به په دې پروګرام کې شامل شي کابل، بلخ، هرات، پولیتخنیک، کندهار، د خوست شیخ زاید او د ننګرهار پوهنتونونه شامل دي.

د لوړو زده وزارت ویاند وایي، په عملي ډول به پر دغه تړون په راتلونکي میلادي اپریل میاشت کې کار پیل شي.

باید و ویل شي، چې د دې پروګرام له مخې د افغانستان د پوهنتونونو تعلمي پروګرامونه هم د انلاین په بڼه موندل کیدلی شي او د " سوایم" د کړنلارې له مخې په وړیا ډول محصلین ورڅخه ګټه واخیستلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي