۰

د طالبانو له خوا د تښتول شویو هندي انجینرانو له ډلې یو تن خوشی شو

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی.
د طالبانو له خوا د تښتول شویو هندي انجینرانو له ډلې یو تن خوشی شو
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تېر میلادي کال د می میاشتې په شپږمه نېته بغلان ولایت کې ۷ تنه هندي انجینران برمته کړي وو.

دغه انجینران بغلان کې د برېښنا پروژه کې کار کاوه، چې کال ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

خو اوس له دغه ډلې یو تن یې د وسله والو طالبانو له منګولو راخوشی شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خوشی شوی هندي انجینر خپل هېواد ته رسېدلی خو دا چې څه وخت او څه ډول خوشی شوی څه یې نه دي ویلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه هندي انجینر د خوشي کېدو په پار د افغان حکومت له هڅو مننه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي