د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تېر میلادي کال د می میاشتې په شپږمه نېته بغلان ولایت کې ۷ تنه هندي انجینران برمته کړي وو.
دغه انجینران بغلان کې د برېښنا پروژه کې کار کاوه، چې کال ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
خو اوس له دغه ډلې یو تن یې د وسله والو طالبانو له منګولو راخوشی شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خوشی شوی هندي انجینر خپل هېواد ته رسېدلی خو دا چې څه وخت او څه ډول خوشی شوی څه یې نه دي ویلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه هندي انجینر د خوشي کېدو په پار د افغان حکومت له هڅو مننه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل