د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنبې د کب ۲۸ مه مخکې له غرمې په چهار چنار ماڼې کې د جوړو شویو مراسمو کې لاسلیک شو.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه تړون د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.
په خبرپانه کې ویل شوي د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل