کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې ترهګرۍ ډلې هڅه کوي د نوي کال د نوروز جشن د لمانځلو پر مهال پر ځینو ځایونو بریدونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه خبرپانه کې ویلي دوی د راونې مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې د ډېرو بریدونو راپورونه تر لاسه کړي، او ترهګرو هڅه کوي د بهرنیانو په ګډون پر ځینو اهدافو بریدونه وکړي.
په خبرپانه کې راغلي، سخت دریځي وسله وال پلان لري چې په کابل کې د افغانستان، امریکا او د نورو بهرنیو دولتونو د دفترونو او تاسیساتو په ګډون پر بېلابېلو هدفونو حملې وکړي.
وسله والو دغه راز د افغانستان په نورو برخو کې د بهرنیانو د را ټولېدو پر ځایونو، هوټلونو، د اوسېدو پر ځایونو او ښوونځیو هم د حملو ګواښ کړی دی.
د امریکا سفارت د خپلو اتباعو په ګډون له ټولو غوښتي چې له احتیاطه کار واخلي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل