۰

ارګ کې د امنیت او راتلونکو عملیاتو په اړه غونډه شوې

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېواد د روان امنیتي وضعیت او راتلونکو عملیاتو په اړه غونډه تر سره شوې ده.
ارګ کې د امنیت او راتلونکو عملیاتو په اړه غونډه شوې
ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېواد د روان امنیتي وضعیت او راتلونکو عملیاتو په اړه غونډه تر سره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون دوشنبې د کب ۲۷ مه د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې امنیتي چارواکو برخه درلوده.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، د ناستې په پیل کې د امنیتي ارګانونو چارواکو د هېواد د روان امنیتي وضعیت او راتلونکو عملیاتي پلانونو په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه راپورونو تر اورېدو وروسته ولسمشر غني امنیتي او دفاعي چارواکو ته د امنیت د ښوالي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

په ارګ کې د امنیتي وضعیت او راتلونکو عملیاتو په اړه داسې مهال غونډه کېږي، چې څو ورځې وړاندې هم ولسمشر غني په یوه بېړنۍ غونډه کې امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي غني دوه ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې هم افغان سواګرو ته ډاډ ورکړی و، چې په هېواد کې یې د امنیت او په ځانګړې توګه د غیر مسووله وسله والو کسانو د پاکولو امر کړی او تر راتلونکو درې څلورو میاشتو پورې به کابل له دغه کسانو پاک کړای شي.

هغه ټینګار کړی و، چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې سپارښتنه کړې، چې ټول غیر مسوول وسله وال بې وسلې او د خلکو ژوند ډاډمن کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي