۰

خلیلزاد واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره کتلي

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره لیدلي دي.
خلیلزاد واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره کتلي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته پرون دوشنبې تر سره شوې او وروسته خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

هغه دغه سفیرانو ته په خطاب کې ویلي«که ستاسو لیدلوری سیمه ییز یا نړیوال وي، خو په دواړو حالاتو کې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل او امنیت به ټولو ته امنیتي او اقتصادي ګټې ولري.»

خلیلزاد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې تر دې یې له طالبانو سره په قطر کې تر ۱۶ ورځینو خبرو وروسته ویلي و، چې په دې مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د رامنځ ته کېدو او جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې وه.

خو د خان دغه څرګندونې نه یوازې د افغان حکومت بلکې د افغان ولس له توغند غبرګون سره مخ او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه بللې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي