۰

کونړ کې د ملي امنیت یو مدیر وژل شوی دی

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وژلی دی.
کونړ کې د ملي امنیت یو مدیر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۲۷ مه سهار د کونړ په مرکز اسعدآباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د ملي امنیت مدیر شفیع الله له کوره دفتر ته وران، چې نامعلومه کسانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.

نوموړي و ویل، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تر پېښې وروسته یو شمېر کونړیانو په لاریون لاس پورې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي