۰

اماراتو د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کړی

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۷
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، متحده عربي اماراتو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او د همکاریو ډاډ یې څرګند کړی دی.
اماراتو د افغانانو په مشرۍ د سولې ملاتړ کړی
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، متحده عربي اماراتو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او د همکاریو ډاډ یې څرګند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپاره شوي معلوماتو کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني په ابو ظبي کې له ولیعهد محمد بن زاید او نورو چارواکو سره د سولې په ګډون پر یو شمېر مسلو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، ولسمشر غني وروسته په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته هم خبر ورکړی چې سوله راځي، خو داسې سوله چې ټول یې غواړي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي ځایي چارواکو ورسره په افغانستان کې د پانګونې او د افغاني مالونو د پېر هوکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره په غونډه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د سولې لپاره هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او د دوی په واک کې وي.

متحده عربي اماراتو د افغان سولې په چاره کې لیوالتیا ښودلې او د امریکايي او طالب استازو یوه غونډه هم په دغه هېواد کې شوې ده.

باید و ویل شي، چې اقتصادي اړیکي د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د ښاغلي غني د خبرو تر ټولو مهم ټکي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي