۰
سروردانش:

ښکېل اړخونه باید د بیان آزادۍ ساتنه تضمین کړي

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د سولې په خبرو کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې د بیان آزادۍ ساتنه تضمین کړي.
ښکېل اړخونه باید د بیان آزادۍ ساتنه تضمین کړي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د سولې په خبرو کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې د بیان آزادۍ ساتنه تضمین کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن دوشنبې د کب ۲۷ مه د خبریال د ملي ورځې په ویاړ کابل کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، سوله ملي، حیاتي موضوع د چې ټول افغان ولس ترې ملاتړ کوي، خو په وینا یې د بیان آزادي هم د افغانستان خلکو ته د ارزښت او اهمیت وړ ده، چې باید تضمین شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، که د بیان آزادي نه وي، پر ټولنه جګړې او تاوتریخوالی حاکمېږي او باید چې د سولې په خبرو کې د بیان پر آزادۍ معامله ونه شي.

باید و ویل شي، چې د ملي يووالي حكومت كابينې نېږدې دوه اونۍ وړاندې د كب مياشتې ۲۷مه نېټه د خبريال د ملي ورځې په نوم ونوموله او دا ورځ به هر كال په ټول هېواد كې نمانځل كېږي.

د خبریال ملي ورځ پر داسې مهال لمانځل کېږي، چې څو ورځې وړاندې یو خبریال په خوست کې و وژل شو او بل په هلمند کې ټپي شو.

د رسنیو د ملاتړ ادارو د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې ۲۰ خبریالان وژل شوي، ۱۸ نور ټپیان او لسګونه نور د تاوتریخوالي له بېلا بېلو پېښو سره مخ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي