سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د کب ۲۵ مه) د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د بکو زیارت په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په سیمه کې د یوه خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې او ښايي هدف یې د دولت ملاتړي سیمه ییز پاڅون وال وي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې پاڅونوال ټپیان شوي دی.
د هغه په وینا د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د غزني په قاضي کلا سیمه کې هم چاودنه شوې، چې په کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني روغتیايي چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار