د عمران خان له څرګندونو وروسته کابل د پاکستان شاردافیر احضار کړی

26 حوت 1397 ساعت 8:16

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي افغان حکومت د جوړېدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوي افغان حکومت د جوړېدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وړمه ورځ په قبایلي سیمه باجوړ کې یوې غونډې ته ویلي و، چې افغانستان کې به نوی حکومت جوړ او سوله به په کې ټینګه شي.

د عمران خان دغه څرګندونې نه یوازې د حکومت بلکې د عامو افغانانو غوسه هم راپارولې او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده.

د خان له دې څرګندونو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات کابل کې د پاکستان شارزدافیر ورغوښتی او په دې اړه یې سخت اعتراض ورته کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، د عمران خان دغه څرګندونې له شکه پرته چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

نوموړی وايي، افغانستان اساسي قانون لري، د جګړې پای ته رسېدل او له طالبانو سره مخامخ خبرې د افغان دولت او ولس غوښتنه ده، خو د ولس او افغان حکومت لپاره د نظام دوام یو اصل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com