د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی داودزی چې پرون شنبې د کب ۲۵ مه تهران ته تللی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي دي.
د سولې عالي شورا وایي، ښاغلي داودزي له ایران چارواکو سره په کتنو کې له هغوی د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یادې شورا د چارواکو په وینا ایران د افغان سولې او مخامخ مذاکراتو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي نو په همدې خاطر ترې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.
د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسد الله بارکزی وایي ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کې دی.
د هغه په وینا ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولې په برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل