د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسېدو په موخه د کانګرېس تایید کړې طرحه رد کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانګرېس غړو د ۵۹ موافق او ۴۱ رد رایو سره د اضطراري حالت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او په دې اړه چمتو کړې طرحه یې تصویب کړه.
خو ولسمشر ټمرپ د دغه طرحې له تایید څخه ډډه وکړه او هغه یې رد کړه.
ټمرپ ویلي تر هغه به تر هغه به اضطراري حالت پای ته و نه رسوي، چې کانګرس له مکسیکو سره پر پوله ددیوال جوړولو پیسې ور نه کړي، خو د امریکا کانګریس ددغه پیسو له ورکړې ډډه کوي.
د کانګرېس له خوا د پیسو د نه تایید وروسه ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی او څه باندې یوه میاشت کېږي چې فدرالي حکومت تړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل