۰

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن یکشنبې د کب ۲۶ مه سهار عربي اماراتو ته روان شو.

د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات زیاتوي، چې ښاغلی غني به د دې سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهان سره وګوري.

سرچینه وايي، د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ باکو ته هم تللی و او هلته یې د باکو د نړیوالې مجمع په غونډه کې ګډون وکړ، او د اذربایجان له چارواکو سره یې ولیدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي