د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، ټاکنیز کمېسیونونو د تېرو پارلماني ټاکنو پر پایلو جدي کار کوي او ډېر ژر به د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن شنبې د کب ۲۵ مه کابل کې د امریکا له مرستیالې مېرمن ګرن دیکر سره په کتنه کې کړې دي.
د دانش له دفتر مطبوعاتي خبرپانه وايي، په دغه ناسته کې دواړو لورو د تېرو پارلماني او دغه راز د ولسمشر پر راتلونکو ټاکنو خبرې وکړې.
ښاغلي دانش وسلي هغه معلومات چې دوی ته رسېدلي، ټاکنیز کمېسیونونه د پارلماني ټاکنو په اړه جدي کار کوي او ډېر ژر به د شپږو نورو پاتې ولایتونو د ټاکنو پایلې هم اعلان شي.
دغه راز دانش د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه زیاته کړې، چې دغه ټاکنې او ورته چمتوالی د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او کمېسیونونو ته یې هم په دې اړه د چمتوالي کلکې سپارښتنې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې حکومت هم د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره د هر ډول قانوني مکلفیتونو لکه، مالي امکانات، تخینکي او اداري امکاناتو برابرولو په هڅه کې ی.
ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د ټاکنو په اړه چې هره پرېکړه کېږي باید اړوند لوري پکې وپوښتل شي.
په ورته وخت کې د امریکا مرستیال سفیر هم د ټاکنو په برخه کې د خپل هېواد له همکارۍ او مرستو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي دوی او نړیول همکاران یې په تمه دي، چې راتلونکې ټاکنې په رڼه توګه د افغان ولس له خوښې سره سمې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل