۰

اندونیزیا د سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۵
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني اندونیزیا ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا سره کتلي دي.
اندونیزیا د سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني اندونیزیا ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی رباني د تېرې پنشنبې په ورځ اندونیزیا ته تللی او د سفر موخه یې په افغان سوله کې د یاد هېواد همکاري جلبول دي.

نوموړي نن شنبې د کب ۲۵ مه د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره کتلي او دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز تر سولې وروسته له حکومت سره د طالبانو د ادغام پر مسئله بحثونه کړي دي.

ښاغلي رباني د دې تر څنګ له اندونیزیا څخه د افغانستان په معادونو کې د پانګونې او دغه راز د سوداګریزه اړیکو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کوي او په دې برخه کې هڅې د اهمیت وړ دي.

باید و ویل شي، چې رباني د دې سفر په لړ کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي سره هم کتلي او د افغان سولې او په افغانستان کې د اندونیزیا پر پانګونې یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي