۰
دانش:

د افغانستان او امریکا تر منځ د سوی تفاهم له رامنځ ته کېدو باید مخیوی وشي

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش کابل کې د امریکا د مرستیال سفیر سره لیدنه کې د افغانستان اړوند ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان او امریکا تر منځ د سوی تفاهم له رامنځ ته کېدو باید مخیوی وشي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش کابل کې د امریکا د مرستیال سفیر سره لیدنه کې د افغانستان اړوند ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د ښاغلي دانش له دفتره نن شنبې د کب ۲۵ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، نوموړي نن د خپل کار په دفتر کې د امریکا له مرستیال سفیر ګرون دیکر سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې، نړیوالو همکاریو، راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه کاږي دانش په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره بین الاافغاني مذاکرات له اصلي لومړیتوبونو دی او په دې برخه کې د افغانستان او امریکا تر منځ د هر ډول سوه تفاهم له رامنځ ته کېدو باید مخنیوی وشي.

د ولسمشر دوهم مرستیال و ویل، چې د سولې په تړاو« د امریکا او طالبانو تر منځ» له هر ډول خبرو باید افغان ولس خبر او معلومات ولري.

دغه راز ښاغلي دانش دا هم ویلي، چې حکومت د سولې د مرکچي پلاوي په ترکیب بیا کتنه کوي.

په دغه اعلاومیه کې د امریکا د مرستیال سفیر له قوله ویلي، چې دی به د سولې په تړاو د افغان حکومت نظریات د امریکا له دولت سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې دا مهال په واشنګټن کې دی، د امریکا او طالبانو تر منځ پر خبرو له دې امله نیوکه کړې وه، چې په وینا دوی له دې خبرو لرې ساتل شوي دي.

هغه د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم نیوکه کړې وه، چې د سولې په خبرو کې شخصي ګټې لټوي او غواړي ځان وای سرا کړي.

د ښاغلي محب په وینا که افغان حکومت له دې خبرو لرې نه ساتل کېدای نو څنګه کېدای شي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې له پرمختګه خبر وي او افغان حکومت نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي