۰

ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت د ډلې سره پټه غونده کړې

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر د خپل ملي امنیت له ډلې سره د افغانستان د وضعیت په اړه یوه مهمه او پټه ناسته کړې ده.
ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت د ډلې سره پټه غونده کړې
راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر د خپل ملي امنیت له ډلې سره د افغانستان د وضعیت په اړه یوه مهمه او پټه ناسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پينس، د دفاع سرپرست وزیر، د سي. آى. اې مشره جينا هسپېل، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن او د ګڼو استخباراتي ادارو مشران په دغه غونډه کې حاضر و.

ویل کېږي په دغه غونډه کې له طالبانو سره سوله، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکې او دلته روان وضعیت د دغه مهمې امنیتي جلسې د بحث موضوعات وو.

واشنگټن پوست د اسوشېټد پرېس خبرې آژانس د يوه رپوټ پر بنسټ لیکلي، چې غونډه د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه خوندي خونه کې، چې ټانک نومېږي د یوه ساعت لپاره تر سره شوې ده.

ورځپاڼه وايي، دا غونډه يوه ورځ وروسته له هغه جوړه شوه چې يوۀ افغان لوړ پوړي چارواکي په څرگنده شکايت وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو افغان حکومت ته کافي مالومات نه ورکول کېږي.

د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي دي، دا غونډه د افغانستان په تړاو د مالوماتو شريکولو غونډه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي