د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې د سیمه ییز اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی ایران ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی داودزی نن شنبې د کب ۲۵ مه په دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.
د سولې عالي شورا وايي ښاغلي دوادزی به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او له یو شمېر نور ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې د ایران پر ملاتړ خبرې اترې وکړي.
د یادې شورا د چارواکو په وینا سوله ملي، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري او ښاغلی داوودزی د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه مسؤلیت لري چې دغه اجماع نوره هم پياوړې کړي.
باید و ویل شي، چې ښاغلي داودزي تر دې وړاندې هم د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځ ته کولو په موخه له چینايي او پاکستاني چارواکو سره په بېجنګ او اسلام آباد کې خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل