د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته یوه تر ټولو هېښنده مسئله په لویه کچه د افغان امنيتي ځواکونو تلفات دي. غني د خپل واک په ټوله موده کې چې اوس د پای شیبو ته نږدې شوې ده، بیا بیا پر دې خبره ټینګار کړی چې یوه ملي امنیتي ستراتیژي به جوړوي، څو پر مټ یې د افغان پوځیانو او ملکي افغانانو ژوند خوندي او د امنیتي ارګانونو او ځواکونو ترمنځ همغږي او مدیریت پیاوړی شي، خو دریغه چې د دغسې یوې ستراتیژۍ څرک تر ننه پورې ونهلګېد او دغه همغږي تر ننه رامنځ ته نهشوه. دا بېتفاوتي د دې معنا ښندي چې غني فقط خبرې کوي او د عمل په ډګر کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
د امنیتي ستراتیژۍ نشت، د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نههمغږي، پوځي او ملکي تلفات هغه مسایل دي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په بېسارې توګه کچه لوړه شوې ده. جمهور رئیس غني په دغه ټوله موده کې د خپلو کړنو او چارو د توجیې کولو او خلکو اتېر ایستلو په موخه فقط او فقط د اشخاصو او افرادو په بېثمره ادلون بدلون اتکا کړې ده او بس. حال دا چې د افغانستان حالاتو ته په پام، په اوس وخت کې د امنیتي ستراتيژو له جوړولو څخه اساسي هدفونه باید د هېواد د دفاعي او امنیتي وړتیاوو لوړول، له ترهګرۍ او ناقانونه وسلهوالو سره مقابله، د مخدره توکو او قاچاقو له منځه وړل، د عامه او شخصي امنیت خوندیتوب، د بېوزلۍ له منځه وړل، د ټولنیز امنیت ټینګول، د سالمې ادارې رامنځ ته کول او د فساد له منځه وړل وي.
خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په تېرو پنځو کلونو کې د جمهور رئیس غني د مدیریتي ستونزو له کبله موږ نه یوازې په پورتنیو برخو کې کوم پرمختګ نه دی لیدلی، بلکې د دې شاهدان هم یو چې زرګونه امنیتي ځواکونه او عسکر مو له لاسه ورکړي او په ځينو مواردو کې مو د ناکره یا نادقیقو عملیاتو په ترڅ کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې چې تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د میدان-وردګو ولایت پېښه ده.
له بلې خوا جمهور رئیس غني په خپله هم پر دې ټکي اعتراف کوي چې د واکمنۍ په دوره کې یې ۴۵زره افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند بایللی دی، خو دا بیا نه وايي چې د دغو سترو انساني تلفاتو عمده لامل د ده ناسم مدیریت او په دې اړوند د ناسمو پالیسیو او کړنلارو د تعقیبولو له کبله دي. دا شمېرې ښايي جمهور رئیس غني ته عادي ښکاره شي، خو د ولس لپاره خورا دردوونکې دي. ځکه دغه قربانۍ غني نه دي ورکړي او نه یې کوم زوی او یا لور وژل شوې، بلکې دا ولس دی چې له زړونو یې وینې څاڅي او هره ورځ د زړه ټوکړې له لاسه ورکوي.
سربېر دې د هر افغان عسکر، افسر او یا یوه ملکي وګړي په وژل کېدو سره، یوه بشپړه کورنۍ بېسرپرسته کېږي او د لوږې او فقر پر ټغر کیني. موږ نه پوهېږو چې جمهور رئیس غني په کومو سترګو له یوې بورې مور، کونډې ښځې او یتیمو ماشومانو سره سترګه په سترګه کېږي؟ ایا غني د افغان کورنیو لپاره د هغوی د عزیزانو د وژل کېدو تشه ډکولای شي؟ هېڅکله نه.
جمهور رئیس غني نه یوازې خپله مدیریتي وړتیا نه لري، بلکې دومره پر ځان مین، غره او مغروره دی چې د نورو نیکې سلامشورې هم نه اوري. د همدغو کمزوریو او ځانغوښتنو له امله ده چې نن سبا د کړکېچ پر پوله ولاړ یو او پرلهپسې انساني تلفات ورکوو. د حوت روانه میاشت د پوځي تلفاتو له اړخه ډېره خونړۍ میاشت ده. په هلمند کې په ۲۱۵قول اردو باندې د وسلهوالو مخالفانو د برید په نتیجه کې شاوخوا ۵۹ تنه افغان پوځیان ووژل شول.
په دې پسې همدا وړمه ورځ د حکومت وسلهوالو مخالفانو په بالامرغاب کې په امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۶تنه عسکر و وژل شول او د ۴۰ نورو د ژوندي نیول کېدلو خبرونه خپاره شول. خو غني او حکومت یې د غفلت په خوب ویده دي، نه له تېر او ماضي څخه تجربه اخلي او نه هم د بالامرغاب ولسوالۍ په څېر سیمو په اړوند چې له مخکې یې د ګواښونو په اړه خبر ورکول کېږي، جدي پاملرنه کېږي.
په تازه انکشاف کې د دفاع وزارت ویندویانو ویلي چې د هوايي ملاتړ په ګډون کومانډو ځواکونه بالامرغاب ته استول شوي او جګړه لاهم روانه ده. اوس پوښتنه دا ده؛ ایا ناممکنه وه چې د مخکینو خبرتیاوو له مخې د وسلهوالو تر حملې دمخه هلته ځواکونه ځای پر ځای شوي او د افغان سرښندویانو له مرګ ژوبلې مخنیوی شوی وای؟ بله پوښتنه دا ده چې غني د وسلهوالو قواوو د اعلی سر قومندان په حیث په څه باندې بوخت دی چې د افغان عسکرو او ملکیانو مرګ ژوبله ورته بېاهمیته ده؟ ایا کمپایني اهدافو او سفرونو دی له ولس او امنیتي ځواکونو غافله کړی؟ ایا په خپل وخت له اړتیا سره سم اجراات نهشي کولای او که څنګه؟
په هرحال پوښتنې ډېرې او ځواب یې یو دی. جمهور رئیس غني د واک له پیله تر ننه پورې پرلهپسې د ملت په سترګو کې خاور شیندلي، او په چغو او نارو، او د خپل اواز په زیرو بم کولو سره یې شاوخوا نور حکومتي چارواکي ډار کړي او په دې توګه یې په خپلو مدیریتي کمزروتیاوو پرده غوړلې ده. حال دا چې په ډېره اسانۍ، هم د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي راتلی شي او هم یې د تلفاتو کچه راښکته کېدلی، خو په دې شریط چې لږ درایت او زړهسواندي موجودي.
سید میلاد ژمن